ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ښځینه کارکوونکو بندېز؛ ملګري ملتونه وایي له افغان سرپرست حکومت سره پر خبرو بوخت دي

پر ښځینه کارکوونکو بندېز؛ ملګري ملتونه وایي له افغان سرپرست حکومت سره پر خبرو بوخت دي

author avatar
7 Apr 2023 - 21:48
پر ښځینه کارکوونکو بندېز؛ ملګري ملتونه وایي له افغان سرپرست حکومت سره پر خبرو بوخت دي
author avatar
7 Apr 2023 - 21:48

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره د هغې پرېکړې پر سر په خبرو بوخت دي چې ددغه سازمان په دفترونو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندېز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د وري په ۱۸مه، په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  ددفترونو مشران مسوولین له سرپرست حکومت سره د هغې پرېکړې پر سر پر خبرو بوخت دي چې ددغه سازمان په دفترونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندېز لګول شوی دی.

نوموړي وویل، تر هغې پورې چې له سرپرست حکومت سره کومې پرېکړې ته ورسیږي، دوی خپلو ټولو افغان کارکوونکو (نارینه ، ښځینه) ته ویلي جې دفترونو ته نه ځي.

بلخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو دیوه دفتر افغان کارکوونکي پژواک ته ومنل چې دوی ته ویل شوي دفترونو ته مه ورځئ.

د ملګرو ملتونو ویاند وایي په کابل کې د یوناما مشرې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غړو ته د بندو دروازو شاته د یادې موضوع په اړه معلومات ورکړل.

سټیفن زیاته کړې : “ زموږ ټول کارکوونکي په افغانستان کې بشري مرستو رسولو کې نه ستړي کېدونکي فعالیتونه کوي، خو موږ د خپلو کارکوونکو امنیت ته هم پاملرنه کوو. “

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو افغان نارینه اړ ښځینه کارکوونکي د بشري مرستو رسولو کې مهم رول لوبوي، خو د ښځینه کارکوونکو پر ځای به نارینه ونه ګومارل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.