ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې غالۍ‌اوبدونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

هرات کې غالۍ‌اوبدونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
9 Apr 2023 - 13:47
هرات کې غالۍ‌اوبدونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
9 Apr 2023 - 13:47

هرات (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): په هرات ولایت کې یو شمېر غالۍ‌اوبدونکي خپلو تولیداتو ته د خرڅلاو بازار له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، له څو میاشتو راهیسې د وطني غالیو د پلور کچه کمه شوې ده.

د غالۍ‌اوبدنې کارخونو مسوولین وايي، غالۍ‌اوبدونکي دا مهال په ډېرو لږو پیسو کار کوي، خو د پلور بازار یې پیکه شوی دی.

په هرات کې د غالۍ‌اوبدنې یوې کارخونې مسوول یعقوب رحیمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د لویدیځې حوزې ډېر اوسېدونکي په ځانګړې توګه د دغه ولایت کلیوالي خلک پر غالۍ‌اوبدنې بوخت دي.

رحیمي زیاته کړه، دا چې وطني یا په لاس اوبدل شوې غالۍ په ټیټه بیه بهر ته صادرېږي، په هرات ولایت کې د غالۍ‌اوبدون‌کو مزد هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د هغه په خبره، اوس‌مهال وطني غالۍ په هېواد کې چندان ښه بازار نه لري خو بهر ته هم د دغه محصول صادرات د حکومت له لوري ځنډول شوي دي.

هغه هیله‌من دی چې حکومت به په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو دغه غالۍ د مخکې په څېر ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او ترکیې ته صادرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاسي غالیو د صادراتو بازار نشتوالي له امله په هرات ښار کې هم د دغه غالیو د پلور بازار پیکه شوی دی.

په یاد ولایت کې د وطني غالیو پلورونکي عبدالرحیم اقبالي له پژواک سره په خبرو کې وویل، د لومړنیو توکو لکه تار او نورو بیو لوړوالی د دې لامل شوی څو غالۍ پلورونکي خپل تولیدات د زیان په منلو سره وپلوري.

هغه زیاته کړه، د افغانیو پر وړاندې د پاکستاني او ایراني پیسو ارزښت ټیټوالي له امله د دغو هېوادونو سوداګر افغاني غالۍ د تېر په څېر نه پېري چې د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.

په ورته مهال، د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ اداره وايي، دوی په دغه ولایت کې د غالۍ‌اوبدنې صنعت د ودې لپاره ځیني اقدامات په پام کې نیولي دي.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدبشیر سیرت د غالیو اوبدلو لومړنیو توکو بیې لوړېدل ردوي او ټینکار کوي چې د دوی ادارې غالۍ‌اوبدونکو ته د صادراتو او لومړنیو توکو برابرولو برخو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د سیرت په وینا، د دوی ادارې بهره ته د غالیو د نخ او تار پر صادراتو بندیز ولګاوه څو د غالۍ‌اوبدونکو لپاره د لومړنیو توکو بیې ټیټې شي.

نوموړي څرګنده کړه چې ادارې یې له ټولو په ځانګړې توګه د افغاني غالیو له سوداګرو هراړخیز ملاتړ کړی او هڅه کوي څو بېرته له هېواده بهر د دغه تولیداتو د صادراتو زمینه برابره کړي.

په هرات کې د غالۍ‌اوبدنې صنعت چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې دي، اوسمهال هم مناسب بازار نه لري.

د یادونې ده، د افغانستان ډېره برخه لاسي غالۍ په لویدیځو ولایتونو کې اوبدل کېږي چې په دې برخه کې زرګونه کسان پر کار بوخت دي او ډېری بې‌وزله کورنۍ له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.