[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د پاکستان د کابینې اقتصادي اړیکو کمېټې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو په موخه د سوېلي وزیرستان انګور اډې لار د صادراتي لارې په توګه منظور کړې ده
د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبر له مخې، دغه پرېکړه د اقتصادي اړیکو کمېټې غونډه کې چې د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار یې مشرۍ کوله، شوې ده.
انګور اډه د سوېلي وزیرستان د مرکز واڼه په ۳۵ کیلومترۍ کې له ډیورڼد فرضي کرښې سره د افغانستان د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته په ۳۵ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.
په راپور کې راغلي، پاکستان اوس مهال له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره د چمن، غلام خان، خرلاچۍ، انګور اډې او تورخم لارې پرانیستې دي، خو له تېرې اوږدې مودې راهیسې د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري تړلې دي.
سرچینې زیاته کړې، د پاکستان حکومت له دې مخکې هم دا ډول پرېکړې کړې وې، خو وروسته بیا عمل پرې ونه شو.
د سوېلي وزیرستان یوه سوداګر سردارعلي ډیوه راډیو ته ویلي، تر انګور اډې قیر سړک او لاره نشته، حکومت باید لومړی قیر سړک او د بانکونو څانګړې څانګې جوړ کړي او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړې.
د پاکستان د مرکزي بانک معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې (له جولای څخه تر فبرورۍ) افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۱۷ سلنه ډېروالی راغلی خو د افغانستان صادرات پاکستان ته بیا ۸۸ سلنه کم شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP