ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې پراخوي

افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې پراخوي

author avatar
15 Apr 2023 - 16:06
افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې پراخوي
author avatar
15 Apr 2023 - 16:06

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): افغان او قزاقي چارواکو په کابل کې د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ  پر سوداګریزې پراختیا ټینګار وکړ او ویې پتېیله چې په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د وري ۲۶مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او همګرايۍ وزیر سریک ژومانګارین په کابل کې وکتل.»

د سرچینې په وینا، متقي په دې ناسته کې ویلي، د دې ترڅنګ چې قزاقستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې له افغانستانه ګټه پورته کولای شي، په افغانستان کې هم د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي چې د قزاقستان سوداګر په کې پانګونه کولای شي.

سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت پر دې خوښي څرګنده کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شوې او تر ۹۰۰ میلیون ډالرو رسېدلې ده.

سرچینه وايي، متقي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د ودې په موخه له سریک ژومانګارینه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو بهیر کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

سرچینه کاږي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر وویل چې له افغانستان سره یې د هېواد اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او په سختو وختونو کې يې هم حکومت په کابل کې خپل سفارت بند نه کړ.

سریک ژومانګارین ویلي چې کابل ته یې له ځان سره د قزاقي سوداګرو یوه ډله راوستې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

هغه دغه راز ویلي، پخوا یې هم له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او په راتلونکي کې به هم دوام ورکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري چې د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان د رېل‌پټلۍ له لارې له سیمې سره وصل او افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې خلاصې شي.

هغه زیاته کړې، دمګړۍ د قزاقستان شرکتونه د رېل‌پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ د وزیر په توګه یې ټول پام سیمې ته دی او د افغانستان ټرانزیټ پوټنسیال لوړول د دواړو لورو مشترکه اړتیا ده.

نوموړي همداراز ژمنه کړې چې د افغانستان د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ به افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې بهیر کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یو بل خبر له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان لومړي وزیر له مرستیال او د سوداګرۍ  وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې  د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د لېږد رالېږد بنسټونو پر جوړولو، رېل‌پټلۍ، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته د رسونې په تړاو خبرې کړې دي.

له بلې خوا، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي مسایلو، رېل‌پټلۍ او بنسټیزو پروژو هراړخیزې خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، قزاقستان هر وخت له افغانستان سره همکاري کړې او ښې اړیکې پاللې دي چې افغانستان هم له خپل لوري د دوستانه اړیکو د ساتلو ډاډ ورکوي؛ د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي، له دوست هېواد قزاقستان څخه غواړي چې په خپل هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماتان ومني.

نوموړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت او مرکزي حکومت په رامنځته کېدو سره د رېل‌پټلۍ شبکو غځولو په څېر لویو پروژو کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

هغه زياته کړې، افغانستان ته به هغه هېوادونه لومړیتوب ولري چې د دې پروژو په ترسره کولو کې له افغانستان سره حسن نیت او په دغو برخو کې ښه تجربه ولري.

د سرچينې په حواله، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، قزاقستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودلې چې د دغو اړیکو د لا پياوړتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې نوي افغان ډيپلوماتان ومنل شي.

ژومانګارین زیاته کړه، افغانستان ته د دوی د سفر اصلي موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو ستونزو د ژر حل په موخه د ګډ ګروپ رامنځته کول، افغان سوداګرو ته د ويزو اسانتیاوې برابرول، په دواړو هېوادونو کې بانکي څانګو پرانیستل او د افغان ټرانس په څېر بنسټیزو پروژو کې له افغانستان سره ګډ کار او په دغه پروژه کې ګډون کول دي.

 د هغه په خبره، تېر کال قزاقستان او افغانستان شاوخوا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري درلوده چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په زیاتېدو به سږ کال دغه اندازه تر درېیو میلیاردو ډالرو ورسیږي.

سرچينه کاږي، د ناستې په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دې دوامداره او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې په کې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

Views: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.