[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۶ حمل ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار ترڅنګ د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ په اړه یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې دي.
ویسټ د وري په ۲۶مه د شپې ناوخته پر ټویټر لیکلي، دغه راز له حامد کرزي سره یې د زدهکړو د فعال مطیعالله ویسا پر نیول کېدو او په بشري مرستو کې د افغان ښځو پر رول هم بحث وکړ.
د امریکا ځانګړي استازي ویلي، تل یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلا مشورو قدرداني کړې ده.
بلخوا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې پر نړۍوالو بشردوستانه مرستو او په دې برخه کې د موسسو پر فعالیتونو خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې ټيلېفوني اړیکه کې یې دغه راز له ویسټ سره د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له یو شمېر افغان مشرانو او ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو د خبرو اترو لپاره قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته په سفر راوتلی دی.
هغه پرون په قطر کې د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو، پخوانیو چارواکو، مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره خبرې کړې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP