ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا د مشر اختریز پیغام: په تعلیمي برخه کې د لا پرمختګ لپاره موثر پلانونه تر کار لاندې دي

د ا.ا د مشر اختریز پیغام: په تعلیمي برخه کې د لا پرمختګ لپاره موثر پلانونه تر کار لاندې دي

author avatar
18 Apr 2023 - 12:07
د ا.ا د مشر اختریز پیغام: په تعلیمي برخه کې د لا پرمختګ لپاره موثر پلانونه تر کار لاندې دي
author avatar
18 Apr 2023 - 12:07

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه په اختریز پیغام کې ویلي، له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او موثرې اړیکې غواړي، د خپلو خلکو د شرعي حقونو پر ورکړه ځان مکلف بولي او په تعلیمي برخه کې د لا پرمختګ لپاره موثر پلانونه تر کار لاندې دي.

دغه راز د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي د بل هيڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هېوادونه دې هم د افغانستان په کورنیو مسایلو او چارو کې مداخله نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‎الله مجاهد د مشرتابه اختریز پیغام پر خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی دی.

په پیغام کې زیاته شوې: «د افغانستان اسلامي امارت ځان د خپل ولس د ښېرازۍ او د خپلو خلکو شرعي حقوقو په ورکړه مکلف بولي؛ دا کار د الله جل جلاله د رضا او د شرعي مکلفیت ادا کولو لپاره کوي، نو باید ټول ډاډه وي چې د هر چا شرعي حقوق په احسنه وجه ورکول کېږي، د اسلامي امارت محاکم د همدې ستر هدف لپاره په مرکز، ولایاتو او ولسوالیو کې مقرر شوي چې له مظلومانو سره مرسته وکړي او د مظالمو مخه ونیسي، څو عدالت تامین شي، ټول هېوادوال دې له محاکمو سره د عدالت په تامین کې همکاري وکړي، د سپارشونو، جعلي او تزویري دعوو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.»

په پیغام کې دغه راز راغلي: «هېواد مو نوی له جګړو او ناخوالو راوتلی، رغونې او ابادۍ ته شدیده اړتیا لري، اوس نو ټول افغانان هغه که مسوولین دي او که غیرمسوولین دي، مکلفیت لرو چې خپل هېواد اباد کړو او پر خپلو پښو ودروو؛ د افغانستان ابادي د افغانانو خپل مسوولیت دی، باید نورو ته امید ونه کړو؛ بلکې په خپل همت او خپلو هڅو دا هېواد اباد او د ژوند ټولې ممکنه اسانتیاوې هېوادوالو ته برابرې کړو.»

مولوي هبت‎الله ویلي، په دې اړوند د هېواد ملي سوداګر او پانګوال تر نورو ډېر مکلفیت لري؛ اسلامي امارت له دوی سره پوره همکاري کوي، اسانتیاوې ورته برابروي، مرسته ورسره کوي او د ښه او معیاري خدمت زمینه ورته برابروي.

په دغه اختریز پیغام کې راغلي چې افغانستان له ټولو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو او له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او مؤثرې اړیکې غواړي؛ لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي د بل هيڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه لري او داسې کول هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دي.

په دغه پیغام کې زیاته شوې: «په تعلیمي برخه کې د تعلیم او تربيې بهیر ټول هېواد ته غځول او د ټولو بچیانو په ښه ډول روزل د اسلامي امارت له مکلفیتونو څخه دي چې د لا پرمختګ لپاره يې هم مؤثر پلانونه تر کار لاندې دي.»

په دغه پیغام کې دا هم راغلي چې د اسلامي امارت محاکم چې په ټولو ارګانونو کې ځانګړی حیثیت لري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې هغه برخه ده چې د نورو ټولو برخو په نسبت يې کار مهم بلل کېږي، نو په همدې منظور د محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کېږي چې خپل درانه مسوولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې تر پخوا ډېر جدي او هڅاند و اوسي او په قضاوت کې د قوي او ضعیف ترمنځ توپیر ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، د مجرم پر ځای دې جرم ته وګوري، د مظلوم دفاع دي وکړي، د ظالم مخنیوی دې وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ پرته د هغوی خدمت وکړي.

امنیتي او دفاع ځواکونو ته لارښوونې

د اسلامي امارت مشرتابه په خپل دغه پیغام کې ټولو امنیتي او دفاع ځواکونو ته لارښوونه کړې چې نیتونه خالص لله في الله وګرځوي، تقوا دې وکړي، د فتحې شکرانه دې ادا کړي، عدالت، احسان، تواضع او عاجزي دې وکړي، له کبر، غرور، ظلم، خیانت او بې‌ځایه لګښتونو دې ځانونه وساتي، له قوم پرستۍ، منطقه پرستۍ، لسان پرستۍ او انډیوال پرستۍ دې په کلکه پرهېز وکړي.

دغه راز په پیغام کې راغلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې له داسې حرکاتو ځانونه وساتي چې په خپل منځ کې بې‌اعتمادي رامنځته کوي؛ هغه مجاهدین دې د اسلامي امارت له صف څخه د باندي نه پرېښودل کېږي چې جهاد یې کړی او تکلیفونه یې ګاللي، د تصفیې له کمېسیون سره دې مرسته وکړي.

په پیغام کې زیاته شوې: «که هر څوک وغواړي چې کوم مشر ته نصیحت وکړي، نو نصیحت دې په پټه ورته کوي؛ ځکه چې د پټي نصیحت مؤثر تمامېږي، په ښکاره نصیحت مه ورته کوئ؛ ځکه چې ښکاره نصیحت د مثبت اثر پر ځای منفي تاثیر کوي.»

په پیغام کې همدارنګه امنیتي او دفاعي منسوبینو ته ویلي شوي: «د دین او هېواد د دښمنانو، د امنیت اخلالوونکو، د غلو او جنايي مجرمینو پر وړاندې جدي و اوسېږئ خو له عام ولس سره د چلند په برخه کې ډېر نرم، محتاط او مهربانه و اوسئ، په بې‌‎ځایه تورونو او ناسمو معلوماتو څوک درنه زهیر نه شي، د چا حیثیت او عزت پایمال نه شي او د چا سر او مال ته په ناحقه زیان ونه رسېږي، دا ولس ترحم او شفقت ته ضرورت لري، خو پام مو وي چې د امنیت او دفاع په عنوان د خپلو خلکو بې قدري رانه ونه شي او څوک مو د کړنو له امله الله تعالی ته شکایت ونه کړي.»

په دغه پیغام کې له ټولو شتمنو کسانو غوښتنه شوې چې د بېوزلو کسانو لاسنیوی وکړي او خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه مستحقو خلکو ته ورکړي، څو هغوی خپل حاجتونه پوره کړي او د اختر خوښۍ په ښه توګه ونمانځي.

Views: 2846

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.