کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، تېر زېږدیز کال په هېواد کې د ملاریا ناروغۍ ۱۲۵ زره ۷۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه غږیز پيغام کې کړې دي.
نوموړی وایي، ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې د ملاریا ناروغۍ ۱۲۵۷۸۸ مثبتې پېښې ثبیت شوې دي.
هغه زیاتوي، له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې نږدې ۶۷ سلنه کمې شوې دي.
زمان وویل: «د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا واقعاتو کې نږدې ۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی او علت یې هم دا دى چې خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسى لري او پېښې يې ثبتېږي.»
هغه وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې د ملاریا ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي.
زمان د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې اوسمهال د هېواد لس ولایتونه د ملاریا ناروغۍ له شتون څخه پاک شوي دي.
نوموړی وایي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې دوه میلیون پشهخانې په هغو سیمو کې وېشل شوې چې هلته مخکې د ملاریا ناروغۍ پېښې زیاتې وې.
هغه له نړۍوالو غوښتنه کړې چې د ملاریا ناروغۍ د بشپړ مخنیوي لپاره دې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي له خلکو هم غوښتنه کړې چې د ملاریا ناروغۍ په مخنیوي کې دې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.
بلخوا، په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان هم نن په یو ټویټ کې ویلي چې ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ ۱۲۵۷۸۸ پېښې ثبت شوې چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
یاد سازمان ویلي، نږدې ۹۰ سلنه د ملاریا پېښې په ختیځو څلورو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې ثبت شوې دي.
همداراز د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د نړۍ نږدې نیمایي نفوس د ملاریا ناروغۍ له خطر څخه مخ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP