کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسلګري وايي، د سند ایالت له زندانونو څخه د دوی په هڅو د ۲۴ ماشومانو په ګډون، ۵۶ افغانان خوشي او افغانستان ته ولېږدول شول.
د یادې کونسلګرۍ په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د سند ایالت له محبسونو څخه د افغان وګړو د خلاصون په بهیر کې نن (شنبه) په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې، د کراچی ملیر او سنټرل جېل له زندانونو څخه ۵۶ افغانان چې په کې ۲۴ ماشومان شامل دي، خوشي شول.
سرچينه زياتوي، دغه کسان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د جنرال کونسلګرۍ په مالی لګښت په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ سرپرست مولوي سید عبدالجبار تخاري په موجودیت کې په دوو بسونو کې افغانستان ته ولېږدول شول.
تردې مخکې هم په لسګونه افغانان د سند ایالت له زندانونو څخه خوشي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن