ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړو زده‌کړو وزارت د لومړي ځل لپاره لویو پوهنتونونو ته د څېړنې معاونیت منظور کړ

لوړو زده‌کړو وزارت د لومړي ځل لپاره لویو پوهنتونونو ته د څېړنې معاونیت منظور کړ

author avatar
6 May 2023 - 12:03
لوړو زده‌کړو وزارت د لومړي ځل لپاره لویو پوهنتونونو ته د څېړنې معاونیت منظور کړ
author avatar
6 May 2023 - 12:03

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره یې لویو پوهنتونونو ته په نوي تشکیل کې د څېړنو معاونیت منظور کړی چې د څېړنې په برخه کې به په خپلواک ډول کار کوي.

لوړو زده‌کړو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه وزارت سترو پوهنتونونو ته په نوي تشکيل کې د  څېړنو معاونیت منظور کړی دی.

لوړو زده‌کړو وزارت پوهنتونونو ته نه دي مشخص کړي خو زیاته کړې یې ده چې دغه معاونیت به د ملي او نړۍوالې مجلو، څېړنيز مرکز او لابراتوارونو امریتونه ولري.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د هېواد لوړو زده‌کړو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې څېړنې ته په مستقل ډول کار کېږي او بودجه کې برخه لري.

د لوړو زده‌کړو وزارت معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۳۸ دولتي او  ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي موسسې فعالیت لري.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.