کابل (پژواک، ۱۹ غویي ۱۴۰۲): ځینې سرچینې وایي، خوست کې څلور خبریالان نیول شوي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه کسان د ځینو مسایلو په اړه د امر بالمعروف ریاست ته دعوت شوي او ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي.
د افغانستان خبریالانو مرکز پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په خوست کې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست یو سیمهییز خبریال او د درېیو رسنیو چارواکي نیولي دي.
سرچینې لیکلي، په یادو کسانو کې د «غرغښت» راډیو ټلوېزیون مسوول سخي سرورمیاخېل، د «ولس غږ» راډیو مسوول محمدالدینشاه خیالي، د «چنار» راډیو مسوول پامیر اندېش مهدي او د «نن» راډیو خبریال عبدالرحمن اشنا شامل دي.
دغه مرکز لیکلي، یاد کسان تېره ورځ مازدیګر دغه ریاست ته غوښتل شوي وو او وروسته له هغه نیول شوي دي.
د خبریالانو مرکز د یادو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبریالانو مرکز د یوې سرچينې له قوله لیکلي، پر یادو کسانو تور دی چې په خپلو خپرونو کې یې د اسلامي امارت له لوري وضع شوي اصول نه دي مراعات کړي.
طلوع نیوز بیا د یوې سرچينې له قوله لیکلي چې په خوست ولایت کې د څلورو رسنیو مسوولین د ورکشاپ په نوم غوښتل شوي وو او وروسته له هغه په دې نوم «نیول شوي» چې اختریزو خپرونو کې یې د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه کړې ده.
خو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل: «په خوست کې د رسنیو څلور مسوولین امر بالمعرف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست دعوت کړي څو د عقیدوي او کاري اجرااتو په اړه شرعي مسایل ورته بیان کړي.»
هغه وویل، ځینو کسانو او رسنیو دغه کار ته د نیولو رنګ ورکړی چې دا حقیقت نه لري.
عثماني زیاته کړه، دغه خبریالان به وروسته له هغه چې دیني مسایل ورته بیان شي، ډېر ژر به په عزت سره خپلو کورونو ته ستانه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP