کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي او په ترڅ کې به یې ۶.۴ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د دغو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کمپاین په ۲۳ ولايتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې پیلېږي او له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته به تطبیق شي.
د یادونې ده، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښې، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
په روان ۲۰۲۳ کال کې تر اوسه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دغې ناروغۍ دوې پېښې ثبت شوې دي.
Views: 152
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن