مزارشریف (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د کبانو خوراکي توکو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه.
دغه کارخونه د مفيد ګروپ په نوم يوه خصوصي شرکت له خوا جوړه شوې ده.
د همدغه شرکت د کيفیت او کنټرول مسوول محمدیاسین عزیزي وويل، دغه کارخونه د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د کبانو د ۲۴ ټنه خوراکي توکو د تولید ظرفیت لري.
د هغه په وینا، دا مهال په یاده کارخونه کې پنځوسو کسانو ته د کارکولو فرصت هم برابر شوی دی.
بلخوا د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس د دې کارخونې پرانیستې غونډه کې سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له نورو سوداګرو يې وغوښتل څو په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.
بلخوا د کبانو فارم لرونکي هم د دې فابريکې جوړېدو ته خوښ دي.
په بلخ کې د کبانو روزنې يوه فارملرونکي امرالدین پژواک ته وويل چې پخوا دوى د کبانو د خوراکې په برخه کې له ستونزو سره مخ وو خو اوس به دغه ستونزه هواره شي.
په بلخ کې دغه کارخونه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې له دې مخکې په دغه ولایت کې د کبانو له نیمايي ډېر فارمونه د خوراکي توکو د بیې لوړېدو له امله تړل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن