Language

عدلیې وزارت: کابل ښار کې ۶ غیرقانوني دارالوکالې وتړل شوې

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت په کابل ښار کې د ۶ غیرقانوني دارالوکالو د پېژندلو او بندولو خبر ورکړی وایي، ځينو حقوقي شرکتونو چې په خپلو تبلیغاتي لوحو کې د مدافع وکیلانو له نوم او نښانه استفاده کوله، قانوني چلند ورسره وشو.

د عدليې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دغه وزارت ټیمونو د روانې غویي میاشتې له ۲۵ تر ۲۸مې نېټې د کابل ښار په دویمه او درېیمه ناحیو کې د ۹۵ دارالوکالو بررسي او څارنه کړې چې له دې ډلې ۶ دارالوکالې غیرقانوني پېژندل شوې او تړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یادو دارالوکالو په جوی شیر، ده افغانانو او کوټه سنګي سیمو کې موقعیت درلود.

د اعلامیې په دوام کې راغلي، د ۹ نورو دارالوکالو لوحې چې له جوازونو سره یې مطابقت نه درلود، لرې شوې دي.

د اعلامیې له قوله، ځينو مدافع وکیلانو ته چې تر اوسه یې د عدلیې وزارت څلورګونې کتابونه نه وو اخیستي، د یوې اوونۍ لپاره وخت ورکړل شو څو د خپلو دارالوکالو کتابونه واخلي او د وکیلانو د انسجام له کړنلارې سره سم فعالیت وکړي.

همداراز اعلامیه کې ویل شوي چې د مدافع وکیلانو رییس مولوي سید حبیب‌ الحبیب له ځینو وکیلانو سره د هغو د ستونزو په اړه خبرې کړې او له مدافع وکیلانو یې غوښتي چې له دغه ریاست سره هراړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې ده، د دغې څارنې په ترڅ کې له ځينو حقوقي شرکتونو سره  چې په خپلو تبلیغاتي لوحو کې د مدافع وکیلانو له نوم او نښان څخه استفاده کوله، هم قانوني چلند شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.