قلعۀنو (پژواک، ۸ غبرګولى ۱۴۰۲): په بادغیس کې د ښځو د لاسي صنایعو ملاتړ په موخه د ځانګړي بازار له پرانیستلو سره هممهاله د دغه ولایت سیمهییز چارواکي له ښځینه متشبثینو د لا ډېر ملاتړ خبره کوي.
یاد بازار تېره ورځ پرانیستل شو او ټاکل شوې چې درې ورځې دوام وکړي.
په بادغیس کې د ښځینه بازار مسووله عطیبه توخي وايي، دغه بازار د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواینډيپي) له خوا د ښځو له لاسي صنایعو او تولیداتو د ملاتړ په موخه په دغه ولایت کې جوړ شوی دی.
توخي زیاته کړه، په پام کې ده چې اته نور بازارونه په مرکز قلعهنو ښار کې او دوه ځانګړي بازارونه د بادغیس په ولسوالیو کې پرانیستل شي.
نوموړې دغه کار د ښځینه مارکېټ د سوداګرو ښځو او له مارکېټ څخه بهر ښځو ترمنځ د همغږۍ لپاره اغېزناک وباله او زياته يې کړه: «دا یو ډېر ښه اقدام دی او کولی شي چې د مارکېټ دننه او بهر ښځو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د لاسي صنایعو د بیې لوړېدو لپاره باید د دوی محصولات بهرنيو بازارونو ته هم معرفي شي.»
بلخوا، په بادغیس کې یو شمېر ښځینه متشبثینې د یاد بازار له جوړېدو هرکلی کوي او وايي، باید لاسي محصولاتو لپاره یې مناسب بازار برابر شي.
په بادغیس کې یوې سوداګرې فرزانې له پژواک سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې پر محصولاتو یې ډېر زیار باسي، خو صنایع يې په کمه بیه پلورل کېږي.
هغې له حکومته وغوښتل څو محصولاتو ته یې مناسب بازار برابر کړي او یې محصولات د هېواد نورو سیمو ته معرفي کړي څو ښه عواید ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، په بادغیس کې یوه بله متشبثه نجیبه که څه هم د دغه ځانګړي بازار له جوړېدو خوښه ده، خو د لا ډېر ملاټر غوښتنه کوي.
د نجیبې په وینا، حکومت باید متشبثینو ته لا ډېره بازارموندنه وکړي څو محصولات یې په ښه بیه وپلورل شي.
دغهراز، د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست مطیعالله متقي له متشبثو ښځو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، دوی هڅه کوي څو ښځو ته لا ډېر مناسب بازارونه برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت هڅه کوي څو ښځو ته د لا ډېر فعالیت زمینه برابره کړي او موږ یې تل ملاتړ کوو.»
د یادونې ده، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې په یاد ولایت کې د ښځو ځانګړی بازار جوړېږي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن