دوبۍ کې د افغان ښځو تولیداتو لپاره نندارتون جوړېږي
د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په دوبۍ کې په یوه درې ورځني نندارتون کې د ۲۶ افغان متشبثو ښځو د ګډون خبر ورکړی او ویلي، ملګري ملتونه له هرې ممکنه لارې د هغو افغان ښځو ملاتړ ته ژمن دی چې نورو ته کاري زمینه برابروي.





