هرات (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې په لویدیځو ولایتونو په تېره بیا هرات کې د متشبثو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، خو سوداګرې ښځې د خلکو او حکومت ملاتړ غوښتنه کوي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیالې بنهاز سلجوقي پژواک ته وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې په دې برخه کې د سوداګرو ښځو شمېر له ۸۰ تر ۱۰۰ و خو اوس دغه شمېر د هېواد د لویدیځ زون په کچه څه باندې زرو ښځو ته رسېږي چې په نهو برخو کې فعالیت کوي.
سلجوقي زیاته کړه، دمګړۍ په هرات کې لږ تر لږه ۵۲۵ متشبثې ښځې له دوی سره ثبت دي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ خونې څرګنده کړه چې دا مهال په غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې ۱۵۰ - ۱۵۰ متشبثې ښځې په رسمي ډول فعالیت کوي چې دا په خپله هېواد کې متشبثو ښځو ته د کاري زمینې برابرېدل دي.
که څه هم د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ اداره د متشبثو مېرمنو د شمېر زیاتوالي خبره کوي، خو د مالي ملاتړ او د سوداګرو ښځو د کافي زدهکړو نشتوالي او د خلکو له لوري د لاسي صنایعو کمرنګه استفادې په تړاو اندېښنه څرګندوي.
د سلجوقي په وینا، د متشبثو ښځو پر وړاندې په بېلابېلو برخو کې د نه ملاتړ ستونزو موجودیت، د دې لامل شوی څو د هېواد په لویدیځ زون کې د سوداګرو ښځو کاروبار له ننګونو سره مخ شي.
ورته مهال، هرات کې یو شمېر سوداګرې ښځې هم په دغه ولایت کې د دوی د تولیداتو د بازار له پیکهوالي اندېښنه څرګندوي او له خلکو د خپلو لاسي صنایعو د ملاتړ غوښتنه کوي.
په دغه ولایت کې سوداګرې ښځې پر دې باور دي چې مالي ستونزې او له تولیداتو یې نه ملاتړ د لاسي صنایعو د پلور بازار پيکه کېدو لاملونه شوي دي.
د لاسي صنایعو پلورونکې سلما نبیزاده له خلکو غواړي چې د ښځو له سوداګرۍ د ملاتړ لپاره، له لاسي صنایعو استفاده وکړي چې د دوی د هڅو پایله ده.
د لاسي توکو بله پلورونکې شفیقه بارکزۍ چې د صنعت او سوداګرۍ له ادارې یې د فعالیت جواز اخیستی، له پژواک سره خبرو کې وویل، مخکې یې ډېر پیرېدونکي او پلور درلود، خو اوس یې د پلور بازار ډېر پیکه شوی دی.
بارکزۍ زیاته کړه چې دا مهال د ښځو تر منځ راکړه ورکړه درېدلې او دې چارې د دوی پر بازار هم منفې اغېز کړی دی.
هغه د هرات ولایت له سیمهییزې ادارې غواړي څو تولیداتو ته یې د بازار موندنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره په همغږۍ د ځايي رسنیو له لارې د اعلاناتو په خپرولو سره دوی وهڅوي.
بلخوا، د هرات سیمهییزه اداره هم په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو د فعالیت پر ملاتړ ټینګار کوي او د هغوی لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه د نندارتونونو جوړولو ژمنه کوي.
د هرات د والي ویاند مولوی نثاراحمد الیاس پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې تراوسه د صنعت او سوداګرۍ ادارې په مرسته د سواګرو ښځو د هڅونې، د هغوی د ملاتړ او تولیداتو ته یې د بازارموندې لپاره څو نندارتونونه جوړ شوي او د دغه ولایت ځايي اداره د کورنیو تولیداتو ملاتړې ده.
په همدې حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس حمیدالله خادم هم پر دې باور دی چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ د حکومت په لومړیتوبونو کې دی او تل به له متشبثو ښځو سره همکار وي او اداره یې له ښځینه او نارینهوو سوداګرو په ملاتړ کې هېڅ محدودیت نه لري، ټول کولای شي چې د اسلامي شرایطو په پام کې نیولو سره خپلو سوداګریزو او نوور فعالیتونو ته دوام وکړي.
د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له راتلو وروسته په هرات کې د ښځو د محصولاتو معرفي کولو لپاره لږ تر لږه ۱۵ نندارتونه جوړ شوي چې ښه اغېز یې هم درلود.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









