ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوبۍ کې د افغان ښځو تولیداتو لپاره نندارتون جوړېږي

دوبۍ کې د افغان ښځو تولیداتو لپاره نندارتون جوړېږي

author avatar
9 Mar 2023 - 16:17
دوبۍ کې د افغان ښځو تولیداتو لپاره نندارتون جوړېږي
author avatar
9 Mar 2023 - 16:17

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په دوبۍ کې په یوه درې ورځني نندارتون کې د ۲۶ افغان متشبثو ښځو د ګډون خبر ورکړی او ویلي، ملګري ملتونه له هرې ممکنه لارې د هغو افغان ښځو ملاتړ ته ژمن دی چې نورو ته کاري زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو‌ان‌ډی‌پي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ټاکل شوې چې ۲۶ افغان متشبثې ښځې، د دوبۍ په «روتانا ارجان ښار» کې په یوه درې ورځني نندارتون کې (د کب له ۲۵ تر ۲۷مې) خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

سرچینې لیکلي چې په یاد نندارتون کې د ۳۴۰۰۰ سوادګرو ښځو له ډلې ۲۶ متشبثې ښځې -چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له لوري یې ملاتړ کېږي- د افغان ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ معرفي شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې په یاد نندارتون کې به کورني تولیدات (زیورات، غالۍ، وچه مېوه، لاسي صنایع، له لرګیو جوړ شوي توکي، بوټونه، زعفران او نور) نندارې ته وړاندې شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د استازي عبدالله الدرداري له قوله لیکل شوي: «په افغانستان کې افغان کار برابروونکې ښځې د خپلو کورنیو لګښتونو برابرولو لپاره د یوې سوداګرۍ یا کار پیلولو پر مهال له فوق‌العاده ستونزو سره مخ کېږي.»

د هغه په وینا، دغه نړۍوال نندارتون لږ تر لږه له ځینو دغو ښځو سره مرسته کوي څو نورو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې له افغان کار برابرونکو ښځو څخه په هره ممکنه لار ملاتړ وکړو، یو‌ان‌ډي‌پي د سوادګرۍ خونې، د افغان ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې او ښځو ته د مرستې لپاره په افغانستان کې فعال غیردولتي سازمانونو په مشوره په مستقیم ډول د ښځو له کارونو سره مرسته کوي، په دوبۍ کې په یاد نندارتون کې د دغو ۲۶ کاري زمینې برابرونکو ښځو ګډون، په افغانستان کې ښځو ته د مرستې لپاره زموږ د پروګرام یوه برخه ده.»

سرچينه په دوام کې لیکي، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په ټول افغانستان کې مخ پر ودې ښځینه سوداګرو ته کوچنۍ مالي مرستې، غیرنغدي مرستې او همداراز مهارتي ښوونیز پروګرامونه برابروي.

د سرچنې په خبره، د یاد پروګرام په لړ کې به تر پنځه زره کاري زمینې برابرونکو ښځو سره مرسته او ملاتړ به ترې وشي.

په اعلامیه کې د افغان ښځو د سوادګرۍ او صنایعو خونې له قوله لیکل شوي: «د کاري زمینې برابرونکې افغانې ښځې د افغانستان پایدارې اقتصادي پراختیا کې ګډون ته ژمنې دي؛  په دغو حساسو شرایطو کې هغوی له بل هر وخت ډېرې ژمنې دي چې په کور دننه او بهر د نویو بازارونو په پرانیستلو سره اقتصادي فرصتونه، مالي خپلواکي او سوکالۍ ته د ښځو د لاسرسي ملاتړ وکړي.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.