کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د جرمني امنیتي مسوولین وایي، په سوریه کې د داعش ډلې لپاره د پیسو د راټولولو په تور یې ۷ کسان نیولي دي.
امریکا غږ نن (چهارشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر ويلي، په نیول شوو کسانو کې څلور د جرمني، یو مراکشيالاصله جرمنی، یو د کوسوو او یو د ترکیې وګړي شامل دي.
سرچینه کاږي، یاد کسان له یوې نړۍوالې شبکې سره د تړاو په شک نیول شوي چې د مالي تمویل له لارې یې په سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) د فعالیتونو ملاتړ کاوه.
سرچینه زياتوي، دا پیسې د سوریې په شمالي کمپونو کې د داعش له توقیف شوو غړو سره د مرستې لپاره کارول شوې او په ځینو مواردو کې د دوی د تېښتې تمویلولو کې مرسته شوې ده او د دې شبکې له لارې په ټولیز ډول نږدې ۷۰ زره ډالر راټول شوي دي.
سرچینه وايي، نیول شوو کسانو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ټیلیګرام له لارې له خلکو څخه له داعش سره د مالي مرستې غوښتنه کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP