ژبه

د سوریې يوې محکمې بشار اسد پر اعدام محکوم کړی

SANA/Handout via REUTERS

سهراب سروری

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۳

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوریې یوې محکمې نن د دغه هېواد مخکنی ولسمشر بشار اسد په غیاب کې د اعدام پر سزا محکوم کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې اسد په غیابي محاکمه کې د سوریې د نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د وژنو، شکنجې او خپل‌سرو نیونو په ګډون د جرمونو له امله محکوم شوی دی.

د راپور له مخې، دا د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له واکه د اسد له لرې کېدو وروسته د هغه لومړنی محکومیت دی؛ هغه مهال په سوریه کې د اسد د کورنۍ څو لسیزې واکمني پای ته ورسېده.

راپور زیاتوي چې اسد دمشق وروسته له هغه پرېښود چې د سوریې د اوسني ولسمشر احمد الشرع ځواکونو د پلازمېنې پر لور پرمختګ وکړ او نوموړی اوس په مسکو کې دی.

د سوریې د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو د محاکمې پر مهال قاضي بشار اسد د «له مخکې پلان شوي او قصدي وژنې، د ماشومانو د وژنې، شکنجې، خپل‌سرو نیونو او د بشریت پر ضد جرمونو» په تور د اعدام پر سزا محکوم کړ.

د راپور له مخې، د اسد د حکومت یو امنیتي چارواکی عاطف نجیب هم د اعدام پر سزا محکوم شوی دی.

بشار اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته د سوریې ولسمشر شو.