ژبه

د روسیې په تاتارستان کې اووه ازبکستاني وګړي وژل شوي

احمد صهيب حسرت

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰:۳۳

Views: ۳۰

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): په کازان ښار کې د ازبکستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله اووه ازبکستاني وګړي وژل شوي دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ په تاتارستان کې شوی دی. د ازبکستان قونسلګرۍ تر اوسه د قربانیانو د هویت او وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي چې روسي سیمه‌ییزو چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، د تاتارستان په نیژنکامسک ښار کې پر صنعتي او ملکي هدفونو د اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان، د یوه ماشوم په ګډون، وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، په نیژنکامسک کې د تېلو یوه تصفیه‌خونه هم په دغه برید کې په نښه شوې او له سیمې څخه لوګي پورته شوي دي.

رویټرز لیکلي چې له دوو تر درېیو میلیونو پورې ازبکستاني وګړي په روسیه کې کار کوي او هېواد ته د دغو کډوالو استول کېدونکې پیسې د ازبکستان د اقتصاد یوه برخه جوړوي.

سرچینې زیاته کړې چې ازبکستان د روسیې او اوکراین د جګړې له پیلېدو راهیسې په خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کې د توازن ساتلو هڅه کړې ده؛ دغه هېواد له مسکو سره د نږدې اړیکو ترڅنګ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.