ملا برادر د تاتارستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر اقتصادي همکاریو خبرې کړې
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې او دغه راز نورو برخو کې پانګونه وکړي.










