کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د یادونې ده، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی تېره ورځ «د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخند نن د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په پرانیستغونډه کې له ګډون وروسته د دغه فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او دغه راز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګهوالو پر پانګونې خبرې وکړې.
ملا برادر ویلي، د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بېطرفه، متوازن او اقتصادمحوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ د همدغه سیاست پر بنسټ غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا برخو کې اړیکې پراخې کړي.
هغه له تاتارستاني پانګهوالو غوښتي څو په افغانستان کې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، رېل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونې وکړي او اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.
ملا برادر دغه راز ویلي، هڅه دې وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نندارتونونه او نور اقتصادي موارد مطرح او جوړ شي څو په دې برخه کې له موجود ظرفیته پوره استفاده وشي.
هغه د تاتارستان ولسمشر ته بلنه ورکړې څو افغانستان ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفر وکړي او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا همکارۍ لپاره ښه پيلامه بللې ده.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د تاتارستان ولسمشر د کازان په ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بللی او ویلي یې دي، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.
هغه زیاته کړې، هېواد یې اوس مهال له افغانستان سره په یو شمېر برخو کې راکړه ورکړه لري خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه لوړه کړي.
د کاماز موټرو شرکت عمومي رییس په دې لیدنه کې وویل، تاتارستان چمتو دی چې افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره له ولسمشر مینیخانوف څخه ځانګړې سبسایډي هم واخلي.
هغه زیاته کړه، غواړي په همدې موخه افغانستان ته د بازار ارزونې په موخه سفر ترسره کړي او وروسته په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.
د تاتارستان جمهوریت د کرنې او خوراکي توکو وزیر ویلي، چمتو دي چې افغانستان ته له دې وروسته د حلالو خوراکي توکو صادرات زیات کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP