Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر تاتارستان ته خپل سفر له لاس‌راوړنو ډک وباله

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له تاتارستانه بېرته کابل ته راستون شو او وایي چې ددغه سفر پر مهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت دا لوړپوړی پلاوی چې د ملا برادر په مشرۍ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی و، د روانې غويي میاشتې په ۲۴مه تاتارستان ته تللی و او نن شپه بېرته کابل ته راستون شو.

ملا برادر د کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د دغه سفر د لاسته‌راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او یاد سفر یې له لاسته‌راوړنو ډک وباله.

نوموړي وویل، د سفر پر مهال یې د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټورې ناستې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د روسیې د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګونې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د رامنځته کولو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ملا برادر په وینا، ددې سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریز فورم هم پرانیستل شو چې په ترڅ کې یې د ټرانسپورټ، ترانزیټ، دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې وشوې.

دی وايي، په دغه فورم کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ښوالي او د وارداتو او صادراتو پر زیاتوالي هوکړه وشوه.

هغه زیاته کړه، یو شمېر روسیې شرکتونو افغانستان کې په کانونو برخه کې پانګونې ته هم لېوالتیا وښوده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د ۲۰ زره شرکتونو استازو ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.