ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د باغدارۍ برخه کې د روزنې غوښتنه کوي

ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د باغدارۍ برخه کې د روزنې غوښتنه کوي

author avatar
5 Jun 2023 - 15:56
ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د باغدارۍ برخه کې د روزنې غوښتنه کوي
author avatar
5 Jun 2023 - 15:56

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، که څه هم طبيعي افتونو په دغه ولايت کې د تازه مېوو ډېر باغونه زيانمن کړي خو بيا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د شفتالو حاصلات ډېر دي.

تېر کال په ننګرهار کې د شفتالو له باغونو ۹۷۶۸ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو خو سږ کال له دغې اندازې سل ټنه ډېر دي.

د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې پر ۶۰۳ هکټاره ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي چې وطني، شلیل، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلاګولډ ډوله شفتالو لري چې شلیل یې د پاکستان او نورو هېوادونو په نسبت یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په تېرو کلونو کې د دغه ریاست له خوا د شفتالو باغونو جوړول د یاد محصول زیاتېدو لامل بولي.

د ننګرهار د کرنې رياست د کرنیزو خدمتونو امر نعمت‌الله اکبري د غبرګولي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په ۱۷ ولسواليو کې د شفتالو باغونه شته چې سږ کال په کامې، ګوشتې، کوټ او دره نور ولسواليو کې حاصلات موسمي بارانونو او ږلۍ ډېر زيانمن کړي دي.

دی وايي، سره له دې چې طبيعي افتونه وو خو بيا هم د شفتالو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څه باندې سل ټنه زياتوالی راغلی دی.

نوموړي وويل: «په ننګرهار کې د ۱۷ ولسواليو په ۶۰۳ هکټاره ځمکه د شفتالانو باغونه دي، تېر کال يو شمېر باغونه په حاصل راغلي چې ۹۷۶۸ ټنه حاصل يې ورکړی و، سږ کال چې لا هم باغداران د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، زموږ اټکل دی چې ۹۸۷۴ ټنه حاصل به ورکړي.»

بلخوا د ننګرهار د ډېرو هغو ولسواليو کروندګر چې پر خپلو ځمکو يې د شفتالو باغونه جوړ کړي، د دې مېوې له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.

خان‌اغا چې د بهسودو ولسوالۍ کې یې پر پنځه جریب ځمکه د شفتالو باغ جوړ کړى وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې ګټه زیاته شوې، خو د باغونو په ساتنه او پالنه کې د ځانګړې روزنې نشتوالی او حاصل ته د رسېدو پر مهال ځینو امراضو باغداران له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي: «سږ کال خو د شفتالانو حاصلات ښه وو، خو کله چې زموږ شفتالان حاصل ته رسېږي، نو ځیني امراض په کې پیدا کېږي چې له کبله یې حاصل له زیان سره مخ کېږي. دغه راز موږ غوښتنه کوو چې کرنې ریاست باید د باغدارۍ په برخه کې باغدارانو ته ځانګړې روزنه ورکړي، څو حاصل نور هم ښه شي.»

دغه راز د سره‌رود ولسوالۍ يو باغ‌لرونکی شريف‌الله له حکومته غواړي چې د بازارموندنې په برخه کې له کروندګرو سره همکاري وکړي.

د يادونې ده، د ننګرهار ترڅنګ په کونړ او لغمان ولايتونو کې هم خلکو د شفتالو باغونه جوړ کړي دي.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.