ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د باغدارۍ برخه کې د روزنې غوښتنه کوي
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، که څه هم طبيعي افتونو په دغه ولايت کې د تازه مېوو ډېر باغونه زيانمن کړي خو بيا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د شفتالو حاصلات ډېر دي.


