ژبه

د احصايې ملي اداره: ۲۸،۷ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د يوې سروې له مخې په افغانستان کې ۱۹،۴ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي او دغه‌راز ۲۸،۷ سلنه نجونې له ١٨ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دوى له لوري په ١٤٠١ کال کې «څو شاخصه خوشه‌یي» تر عنوان لاندې د کړې سروې لومړنۍ پایلې خپرې کړې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار وویل، دغه سروې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د یونیسف په مالي او تخنیکي مرسته د «MICS» نړۍوال پروګرام له لارې ترسره شوې چې نږدې درې میلیون ډالر لګښت پرې راغلی دی.

هغه وایي، په دغه سروې کې له ۴۴ زره او ۳۴۱ میندو، ۳۲۹۸۹ له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو، ۲۰۰۶۸ له پنځه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره مرکې شوې دي.

login or register a new account.