کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د يوې سروې له مخې په افغانستان کې ۱۹،۴ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي او دغهراز ۲۸،۷ سلنه نجونې له ١٨ کلنۍ مخکې واده شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دوى له لوري په ١٤٠١ کال کې «څو شاخصه خوشهیي» تر عنوان لاندې د کړې سروې لومړنۍ پایلې خپرې کړې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار وویل، دغه سروې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د یونیسف په مالي او تخنیکي مرسته د «MICS» نړۍوال پروګرام له لارې ترسره شوې چې نږدې درې میلیون ډالر لګښت پرې راغلی دی.
هغه وایي، په دغه سروې کې له ۴۴ زره او ۳۴۱ میندو، ۳۲۹۸۹ له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو، ۲۰۰۶۸ له پنځه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره مرکې شوې دي.
نوموړی وایي چې په دې سروې کې د ماشومانو زېږون، مړینه، لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی، اومیدواري، له زېږون مخکې او وروسته د مور او ماشوم روغتیایي کتنې، د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو روغتیا، د میندو مړینه، د مور په شېدو تغذیه، معافیت، زدهکړو او یو شمېر نور برخو په اړه مهم معلومات او ارقام راټول شوي دي.
هغه وویل: «څو شاخصه خوشهیي سروې یو نړۍواله سروې ده چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې په ډېرو هېوادو کې ترسره کېږي او دا سروې په افغانستان کې هم تر دې وړاندې درې ځله ترسره شوې چې لومړۍ یې په ۱۳۷۶، دویمه په ۱۳۸۲ کې، درېیمه په ۱۳۹۰ او څلورمه یې تېر ۱۴۰۱ کې ترسره شوې ده.»
په یاده غونډه کې د احصایې معاونیت سرپرست عصمتالله حکیمي وویل چې د همدې سروې له مخې، له يوه تر ١٤ کلنۍ پورې ٥٨،٦ سلنه ماشومان له فزيکي ځورونې سره مخ شوي دي.
نوموړی وایي: «۲۸،۷ سلنه مېرمنې چې اوس یې عمرونه له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلنۍ پورې دي، له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې او ۹،۶ سلنه له ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي او دغهراز په افغانستان کې ۱۹،۴سلنه له ۵ کلونو تر ۱۷ کلونو پورې ماشومان پر شاقه کارونه بوخت دي.»
هغه زیاته کړه چې د یادې سروې له مخې، په افغانستان کې ۱۲،۴ سلنه خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې ده، څو شاخصه خوشهیي سروې د نړۍ په نورو هېوادونو کې په ۱۳۷۴ کال پیل شوې چې اوسمهال په ۱۱۸ هېوادونو کې ترسره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











