میدانښار(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاخوا دوه مېلیون امریکایي ډالرو په لګښت د ٦٦ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې.
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلي خبرپاڼه کې ویلي، نن د دغه ولایت په سیداباد، جغتو او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د خلک په اړتیا کې (PIN) موسسې په مالي ملاتړ یادې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سرچینه وایي، یادې پروژې د «عامه حفظالصحې په واسطه د کورنیو او ټولنو د وړتیا او ظرفیت لوړولو» تر سرلیک لاندې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د۵۰ څښاک اوبو څاهګانو جوړول، د ٩ کارېزونو اساسي رغول، د ٧ تشنابونو جوړول، ۱۰۰ د کثافاتو راټولولو سطلونه، پر ٣۲۵۰ کورنیو نغدي مرستو او پر ۳۲۷۴ کورنیو د روغتيايي بستو وېشل شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن