منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

میدان وردګو کې د ۶۶ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۸ کتنې

میدان‌ښار(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاخوا دوه مېلیون امریکایي ډالرو په لګښت د ٦٦ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې.

د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلي خبرپاڼه کې ویلي، نن د دغه ولایت په سیداباد، جغتو او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د خلک په اړتیا کې (PIN) موسسې په مالي ملاتړ یادې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سرچینه وایي، یادې پروژې د «عامه حفظ‌الصحې په واسطه د کورنیو او ټولنو د وړتیا او ظرفیت لوړولو» تر سرلیک لاندې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د۵۰ څښاک اوبو څاه‌ګانو جوړول، د ٩ کارېزونو اساسي رغول، د ٧ تشنابونو جوړول، ۱۰۰ د کثافاتو راټولولو سطلونه، پر ٣۲۵۰ کورنیو نغدي مرستو او پر ۳۲۷۴ کورنیو د روغتيايي بستو وېشل شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه