Language

روسیې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل ټول‌ګډون حکومت جوړولو پورې مشروط کړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي ‌لاوروف یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندل یوه ټول‌ګډون حکومت جوړولو پورې مشروط کړی دی.

د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، سرګي لاوروف دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۶مه، په دوشنبې ښار کې د روسیې-تاجکستان پوهنتون کې د یوې غونډې ګډون‌والو ته کړې دي.

نوموړي د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرانو ژمنو ته په اشارې ویلي: «په دغو ژمنو کې د سیاسي او قومي متوازن حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد لا جدي مبارزه او د تاجکانو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي بشري حقونو تضمین شامل دي.»

شاوخوا ۲۲ میاشتې کېږي چې په افغانستان کې سرپرست حکومت جوړ شوی، خو تر دې دمه د کوم هېواد له خوا په رسمیت پېژندل شوی نه دی.

نړۍواله ټولنه هم د رسمیت پېژندنې لپاره د نورو شرایطو ترڅنګ، د ټول‌ګډون حکومت جوړول او د افغانانو اساسي بشري حقونو ته درناوی مهم ګڼي.

لاوروف وویل، روسي چارواکو له سرپرست حکومت سره په خپلو «منظمو» تماسونو کې هغوی هڅولي چې په دې اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

روسیې د پاکستان، ایران او چین په څېر د افغانستان سرپرست حکومت له لوري ځینو پېژندل شوو استازو ته ډیپلوماتیک باورلیکونه ورکړي دي.

خو اسلامي امارت وایي چې حکومت یې ټول‌ګډون دی او د «اسلامي شریعت» پر اساس د افغانانو اساسي بشري حقونو ته درناوی لري. د اسلامي امارت چارواکي همداراز ادعا کوي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.