ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او اروپایي ټولنه: سرپرست حکومت دې سرپل کې د نجونو مسومېدو پېښه وڅېړي

امریکا او اروپایي ټولنه: سرپرست حکومت دې سرپل کې د نجونو مسومېدو پېښه وڅېړي

author avatar
7 Jun 2023 - 06:02
امریکا او اروپایي ټولنه: سرپرست حکومت دې سرپل کې د نجونو مسومېدو پېښه وڅېړي
author avatar
7 Jun 2023 - 06:02

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): امریکا او اروپایي ټولنې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په سرپل ولایت کې د نجونو زده‌کوونکو مسمومېدو پېښه وڅېړي.

د روان لمریز کال د غبرګولي په ۱۴مه د سرپل امنیتي سرچینو ویلي وو چې د دغه ولایت سانچارک ولسوالۍ یوه ښوونځي کې ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري پژواک ته وویل، یو شمېر ناپېژانده کسان د سانچارک ولسوالۍ په اب‌کلان کلي کې د نجونو یوه منځني ښوونځي ته ننوتلي، ټولګي یې سم‌پاشي کړي او د هماغې شپې په سبا ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د غبرګولي په ۱۷مه په یوه ټویټ کې د سرپل پر یادې پېښې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د یادې پېښې په اړه د جدي پلټنو او د نجونو لپاره د زده‌کړو خوندي چاپېریال برابرولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري هم په سرپل کې د نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده.

مېرمن امیري پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ماشومانو خوندیتوب د یقیني کېدو لپاره باید هر اقدام وشي.

هغې لیکلي: «موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، له محدودیتونو او ډار پرته تعلیم ته لاسرسی ولري.»

که څه هم هغه ورځ ځایي مسوولینو د ۶۰ نجونو مسمومېدو خبره کړې  وه خو اوس ځینو رسنیو د ۸۰ نجونو او ښوونکو مسمومېدو راپورونه ورکړي دي.

دغه راز د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنوونکي جنایت پېښه تعقیب کړي.

له دې مخکې  له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم غوښتنه کړې وه چې اسلامي امارت باید د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د زده‌کوونکو نجونو مسمومېدو پېښه وڅېړي.

[/restrict]

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.