هرات (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات ښاروالي وايي، خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او نظم رامنځته کولو په موخه په ښار کې د بس تمځایونه جوړوي چې دا چاره د دغه ولایت د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.
د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د بس تمځایونو جوړېدل ورته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دغه کار د ښار پر ښکلا او نظم رامنځته کولو هم اغېز لري.
د هرات ښار اوسېدونکی شبیراحمد بشارت د ښاروالۍ له دغه اقدامه خوښ دی او زیاتوي، پخوا به یې په سوځنده لمر کې د بس یا مسافروړونکي موټر انتظار کاوه، خو اوس د ناستې لپاره مناسب ځای جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د دغو تمځایونو جوړېدل د هغه او نورو هغو کسانو پر اقتصادي وضعیت هم مثبت اغېز کړی چې له ښاري بس یا ټکسي څخه کار اخلي.
هغه وویل: «پخوا به چا په لمر کې د ښاري بس یا لایني ټکسي د انتظار حوصله نه لرله، ډېری وخت مقصد ته د ژر رسېدو لپاره به په دوو موټرو کې تلو چې کرایه به یې هم ډېرېده، خو اوس د تمځایونو په جوړېدو سره د سیوري، څوکۍ او برېښنا ساکټونو اسانتیاوې برابرې شوې او کولی شم چې په ارام زړه انتظار وکړم، څو د خپل مسیر موټر ته وخېژم او مقصد ته ورسېږم.»
نوموړی د یاد ولایت د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي څو د ښار په ټولو ګڼهګوڼې لرونکو ځایونو کې د مسافرو لپاره دغه ډول معیاري تمځایونه جوړ کړي.
هغه وویل: «د تمځایونو په جوړېدو سره ښار ښکلی شوی، په اوړي کې یې له سیورې کار اخیستل کېږي او په ژمي د ښاریانو لپاره له باران څخه خوندي ځای دی.»
د هرات ښار یو بل اوسېدنکی حبیبالله هم د ښاروالۍ ریاست له یاد اقدامه خوښي څرګندوي او وايي، په دغه کار سره خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شوې، له سیوري څخه نیولې د برېښنا تر امکاناتو هر څه برابر شوي دي.
هغه وایي، د واټونو په روښانولو، ترمیم او رنګولو سره د هرات ښار ځانګړې بڼه خپله کړې ده او د ښاروالۍ اداره باید د زیربنایي او پراختیايي پروژو پیلولو برخه کې له پخوا څخه ډېره هڅه وکړي.
بلپلو، د چارو شنونکي د هرات ښاروالۍ له خوا د ښاري بسونو لپاره د تمځایونو جوړول یو مثبت ګام بولي او ټینګار کوي چې د دغو تمځایونو جوړول د هرات ښار د ښکلا لامل هم شوی دی.
د ټولنیزو چارو پوه انجنیر نثاراحمد یاسیني وایي، د دغو تمځایونو په جوړېدو سره خلکو ته اسانتیا برابره شوې او د ترافیکي ګڼهګوڼې په کمولو کې یې هم مثبت اغېز کړی دی.
هغه ټینګار کوي، د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست باید هڅه وکړي چې دغه تمځایونه په لازمو معیارونو او لوړ کیفیت جوړ کړي.
په ورته مهال، د هرات ښاروالۍ رياست وايي، تر دې مهاله د معارف څلورلارې، مستوفيت چوک، شهر نو چوک او سينما چوک کې څلور معیاري تمځایونه جوړ شوي دي.
د یاد ولایت د ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل له پژواک سره په خبرو کې وویل، ښاروالي په پام کې لري چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې ۶۰ تمځایونه جوړ کړي.
د هغه په وینا، دغه تمځایونه د ښاروالۍ ادارې د پروګرامونو یوه برخه وه او د دغې ادارې ریاست د ښار د وضعیت او د خلکو د اړتیاوو په مطالعې سره دغه پروګرام پیل کړی چې د بس پر هر تمځای له ۳۰۰ زره افغانۍ ډېر لګښت راځي چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.
د هرات ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په هرات کې د ښاري بسونو د تمځایونو جوړولو په پیل سره، د ښار د روښانولو پروژه هم له ۹۰ سلنې ډېره پر مخ تللې چې یوازې په روان کال کې ټاکل شوې د دغه ولایت ښاروالي د ۷۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت څه باندې سل لویې او کوچنۍ زېربنایي پروژې پلې کړي.