ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو وزارت: د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي تعرفه کې به کموالی راشي

د کانونو وزارت: د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي تعرفه کې به کموالی راشي

author avatar
15 Jun 2023 - 18:31
د کانونو وزارت: د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي تعرفه کې به کموالی راشي
author avatar
15 Jun 2023 - 18:31

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له دې وروسته به د یو ټن ډبرو سکرو رویالیټي کې پنځه ډالر او ګمرکي تعرفه کې ۱۵ ډالر کموالی راشي.

څه موده مخکې په افغانستان کې د ډبرو سکرو یو شمېر پانګه‌والو شکایت کړی وو چې د ډبرو سکرو بیې تر څه باندې ۸۰ سلنه رالوېدلې، خو حکومت رویالیټي او ګمرکي محصول نه دی کم کړی او دوی له تاوان سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې - چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي میاشتې په ۳۱مه خپور شوی- هغه وخت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل ویلي وو، رویالیټي د هېواد اړتیا او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره ټاکل کېږي او اوسمهال د ډبرو سکرو لپاره پر یو ټن له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانۍ رویالیټي ټاکل شوې چې دا مناسبه او ارزانه ده.

نوموړي هغه وخت ويلي وو چې اوس په ګمرکونو کې د یو ټن ډبرو سکرو تعرفه ۶۰ امریکایي ډالر او یا یې هم معادل افغانۍ دي.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت نن په خپله ټويټرپاڼه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.