ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دايکنډي او پروان کې د درېيو ترافيکي پېښو له ‌امله يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي ‎

دايکنډي او پروان کې د درېيو ترافيکي پېښو له ‌امله يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي ‎

author avatar
16 Jun 2023 - 13:06
دايکنډي او پروان کې د درېيو ترافيکي پېښو له ‌امله يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي ‎
author avatar
16 Jun 2023 - 13:06

نیلي، چاریکار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): مسوولین وايي، د دایکنډي په خدیر او پاتو ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پېښو کې درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او پروان کې د ترافیکي پېښې له ‌امله یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ وياند غلام‌علي جاوېد وايي چې تېره ورځ په خدير ولسوالۍ کې يو کاماز موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زياته ‌کړه چې دغه پېښه کې موټرچلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.‎

هغه زياته کړه چې دغه پېښه په «کرس کورګه» کلي کې هغه ‌مهال رامنځته شوه چې ياد موټر له کابله د کورګه بازار پر لور روان و.

دغه‌راز، د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د پاتو ولسوالۍ په «راقل تمزان» سيمه کې د يوه فرونر موټر چپه کېدو پېښه کې  ‎دوه کسان ‎ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه موټر له پاتو ولسوالۍ د دايکنډي ولايت مرکز ته روان و.

په دایکنډي کې د ترافیکي پېښو لاملونه خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.

د يوه بل خبر له‌مخې، د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدکامران زيد وايي، د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يوه ماشومه ټپي شوې او د درملنې په موخه د دغه ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د هغه په ​خبره، دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې ‎چې دغې نجلۍ غوښتل له سړکه تېره شي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.