ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټغراوبدنې غوړېدل؛ سرپل کې زرګونه ښځې دغه صنعت کې پر کار بوختې دي

د ټغراوبدنې غوړېدل؛ سرپل کې زرګونه ښځې دغه صنعت کې پر کار بوختې دي

author avatar
17 Jun 2023 - 16:49
د ټغراوبدنې غوړېدل؛ سرپل کې زرګونه ښځې دغه صنعت کې پر کار بوختې دي
author avatar
17 Jun 2023 - 16:49

سرپل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر ټغراوبدونکې ښځې په دغه ولایت کې د ټغر‌اوبدنې صنعت پر غوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، له دې لارې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته کوي.

په سرپل کې یوه متشبثه معصومه میرزایي وايي، د هغې تر مدیریت لاندې د ټغراوبدنې په شپږو مرکزونو کې زر ټغر‌اوبدونکې ښځې پر کار بوختې دي.

نوموړې زیاته کړه: «زه یوه اندازه پیسې لرم چې تار پرې اخلم او ټغر اوبدم، له نورو شرکتونو چې د ټغر پلورلو برخه کې کار کوي، تار راوړم او مېرمنو ته یې وېشم، ښځې یو متر ټغر له ۳۰۰ تر څلور سوه افغانیو په بدل کې اوبدي او په یوه اونۍ کې یو څلور متره ټغر اوبدي او خپلې پیسې ترلاسه کوي.»

د سرپل په مرکز «چهارباغ» سیمه کې یوې ټغراوبدونکې عزیزې وویل، له ۱۶ میاشتو راهیسې د دغه کلي په یوه مرکز کې یو متر ټغر په ۴۰۰ افغانۍ اوبدي او خوښه ده چې له خپلې کورنۍ سره له دې لارې مرسته کوي.

نوموړې زیاته کړه: «تنخوا مې لږ ده خو مجبوره یم چې کار وکړم؛ ځکه چې زموږ د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، له دې لارې له خپلې کورنۍ سره همکاري کوم.»

د سرپل ښار یوه بله ټغراوبدونکې نصیبه نوري وایي، حکومت باید د ټغراوبدنې له صنعته ملاتړ وکړي او ورته بازار پیدا کړي، داسې لارې چارې دې برابرې کړي چې د ټغراوبدنې صنعت له لارې ښځو ته د کار دوامداره زمینه برابره شي.

د سرپل د چهارباغ سیمې یوه بله ټغراوبدونکې زهرا وایي، هغو ښځو چې ټغراوبدنې ته مخه کړې، ټولې اړمنې دي؛ ان د دوی په منځ کې داسې نجونې هم شته چې د لیسانس سند لري، خو له مجبورته ټغر اوبدي او د ورځې یوازې سل افغانۍ مزد ترلاسه کوي.

هغې زیاته کړه: «له اسلامي امارته غواړو چې د دغه صنعت ملاتړ وکړي او د کارکونکو د معاش په برخه کې هم ملاتړي پروګرامونه په پام کې ونیسي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر ټغرپلورونکي هم له حکومته غواړي چې د ښځو د دغه لاسي صنعت بازارموندنې په برخه کې پروګرامونه پیل کړي او د افغانستان له دغه لرغوني صنعته ملاتړ وکړي.

د سرپل ولایت یوه ټغرپلورونکي حسین رحمانی وویل، حکومت باید نورو هېوادونو ته د ټغرو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او اجازه ورنکړي چې ګاونډي هېوادونو د هېواد ټغر په خپل نوم نړۍوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ امریت د صنایعو چارو مدیر عبدالبصیر امیني وایي، اوسمهال د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې ۶۷۴۹ ښځې په بېلابېلو مرکزونو کې پر ټغراوبدلو بوختې دي.

هغه زیاته کړه: «په تېر حکومت کې په سرپل کې د صنعت او سوداګرۍ امریت موجود نه و، خو هغه معلومات چې له ټغراوبدونکو او خلکو نه مو ترلاسه کړي، ښيي چې هغه مهال د ټغراوبدنې صنعت کمرنګه و.»

هغه زیاته کړه، د ټغراوبدنې صنعت د بيا غوړېدو لامل د سرپل د صنعت او سوداګرۍ د رياست هڅونه، د خلکو له خوا د هېواد د توليداتو کارول او د امريکا او اروپا په ګډون بهرنيو هېوادونو ته د دغه صنعت صادرات دي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.