Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شمېر نږدې سل کسانو ته ورسېد

هند کې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شمېر نږدې سل کسانو ته ورسېد

author avatar
19 Jun 2023 - 11:09
هند کې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شمېر نږدې سل کسانو ته ورسېد
AP
author avatar
19 Jun 2023 - 11:09

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په هند کې د سختې ګرمۍ له امله د قربانیانو شمېر لوړ شوی او تر اوسه نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

واشنګټن پُسټ راپور ورکړی چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د هند په ټول شمال‌ختیځ کې د سختې ګرمۍ څپه لوړه شوې چې د هندي چارواکو په خبره، د تېرې پنج‌شنبې په ورځ یوازې په دوو سیمو کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

د هند د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ (شنبه) د دغه هېواد په پنځو ایالتونو کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په کچه د ۴۲ او ۴۴ درجو ترمنځ وه.

د هماغه ورځې ترټولو لوړه تودوخه د هند په ختیځ ایالت اوړیسا کې ۴۵،۵ درجې د سانتي ګراد ثبت شوې وه.

هندي چارواکو له زیان‌منونکو خلکو غوښتي چي په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د یادونې ده، هند په دې وروستيو مياشتو کې پرله‌پسې د تودوخې له څپې سره مخ دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.