Language

ننګرهار کې د “رنګين ماښام” تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): ننګرهار کې د رنګين ماښام په نوم مشاعره او ادبي محفل جوړ شو چې په کې د دغه ولايت ليکوالانو، شاعرانو او د شعر او ادب مينه‌والو برخه اخیستې وه.

دا مشاعره چې پرون (د غبرګولي ٣٠مه) له ماښام وروسته پيل شوه، د شپې تر ناوخته شاعرانو خپل شعرونه وويل او ترنم کوونکو په کې وطني ترانې او شعرونه زمزمه کړل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نورمحمد حنيف وويل، دغه شان فرهنګي او کلتوري محفلونه د شعر او ادب د پياوړتیا ترڅنګ په هېواد کې یووالی او ورورولي لا پياوړي کوي او ځوانان کولای شي په ازادانه ډول خپلې غوښتنې د شعر او ادب په ژبه مطرح کړي.

هغه لیکوالانو او شاعرانو ته سپارښتنې وکړې چې په خپلو لیکنو او شعرونو کې دې د خپلو مشرانو پیغامونه ځای پر ځای کړي او خلکو ته ورسوي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رييس د اسلامي امارت د مشر پيغام هم له ګډونوالو سره شريک کړ چې په کې له شاعرانو او ليکوالو غوښتنه شوې وه څو خلک ورورولۍ، امن، د وطن پرمختګ او ابادۍ ته وهڅوي.

د پروګرام په دويمه برخه کې د ګڼو شاعرانو له لوري د رنګین ماښام ادبي محفل ته لیکل شوي شعرونه واورول شول.

يوه شاعر او د ختيځ ادبي بهير مشر ضياءالدين همتمل پژواک ته وويل، د دې ډول مشاعرو جوړېدل ځوانو شاعرانو ته د شعر ويلو زمينه برابروي او په دې برخه کې پرمختګ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.