ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

author avatar
24 Jun 2023 - 18:26
تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو
author avatar
24 Jun 2023 - 18:26

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ ځینو هېوادونو پر افغانستان د لګول شوو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او م.م وویل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه ناشونې کوي؛ خو افغان چارواکي وایي، حکومت یې د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • م.م: پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه ناشونې کوي.
  • تکل: نړۍ‌وال باید واقع‌بین واوسي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي دي.
  • چین، روسیه او برازیل: د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده او پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه دې لرې شي.
  • سرپرست حکومت د افغانستان په اړه د امنیت شورا د راپور د ځینو برخو هرکلی وکړ.
  • پاکستان: افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره د نړۍ تعامل مهم دی.
  • له افغانستان سره، نیدرلنډ ۲۵ میلیون یورو او اروپایي ټولنې ۱۲ میلیون یورو مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په پروان کې يو کس، سرپل کې هم يو کس، بادغيس کې درې کسان او جوزجان کې يو ماشوم وژلي دي. د راپورونو له مخې، وسله‌والو په جوزجان کې د یاد ماشوم مور هم ټپي کړې ده.

ځايي چارواکي وايي، په پروان کې يوه کس په چره‌ييز ټوپک درې کسان ویشتلي او ټپيان کړي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي وو او نهه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې ناسته کې له افغانستان سره پر دوامداره بشري مرستو د ټینګار ترڅنګ، له سرپرست حکومته وغوښتل شول چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه لغوه کړي.

دغه‌راز یادې شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د چین استازي په یاده غونډه کې له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې یې وغوښتل چې له اسلامي امارت سره د ښه تعامل لپاره دې د سرپرست حکومت پر مشرانو د سفر بندیزونه لغوه کړي.

په دغه ناسته کې د چین، روسیې او برازیل استازو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او له نورو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي.

دغه‌راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د م.م د سرمنشي ځانګړې استازې د اعلامیې د ځينو برخو هرکلی وکړ، ویې ویل چې کابل هغو نړۍوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کلتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او ملي ګټې زیانمنې نه کړي.

سرچینه زياتوي: «موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سرمنشي ځانګړې استازې له خوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې یې پر مثبت بدلونونو اعتراف کړی، لکه په نشه‌یي توکو اغېزناک بندیز، لوی اقتصادي ثبات، د فساد نه‌شتون، په ځینو برخو کي د نجونو زده‌کړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیت کې د پام وړ ښه‌والی او د داعش پر وړاندې کوټلې هڅې.»

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې لېدنې

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په کابل کې د سرپرست حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

چارواکو په دغو کتنو کې ویلي چې د ا.ا.ا په نړۍوالو سیالیو او سیاستونو کې ناپېیلی دریځ لري او هیڅکله به د یو اړخ خوشحالولو لپاره د بل اړخ پر ضد دریځ ونه نیسي، له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې مثبت تعامل غواړي، امریکا دې د افغانستان د اسعارو زېرمې ازادې کړي، داعش ډله په افغانستان کې نشته، ښايي پټ محدود فکري ملاتړي ولري چې د اندېښنې وړ نه دی؛ خو ډېر یادول او غټ ښودل یې هغوی ته تبلیغ کول دي چې باید ډډه ترې وشي.

فریدون هادي سينيرلي اوغلو په يادو ناستو کې ويلي، له هغه وخته چې د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزوونکي دنده ورسپارل شوې، له بېلابېلو غړو هېوادونو سره يې خبرې کړې او داسې احساسوي چې نړۍواله ټولنه لېواله ده څو له اسلامي امارت سره ښکېلتيا کې ښه‌والی راولي؛ ځکه چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، سوله او ثبات رامنځته شوي، فساد له منځه تللی او مهم پرمختګونه شوي دي.

پر ټولګډون حکومت ټينګار او د تعامل غوښتنه

د امریکا ولسمشر جو بايډن او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په امريکا کې له چارواکو سره د ليدنې پر مهال د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري او د یوه «ټول‌شموله سیاسي جوړښت» د جوړولو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی. دغه‌راز هغوی له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

په ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټېل ويلي، که اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو حقونه مراعت نه‌کړي، دا مساله نه یوازې د افغانستان د شاته پاتې کېدو لامل کېږي؛ بلکې د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندو لامل به هم شي.

دغه‌راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ویلي: «طالبان د ملګرو ملتونو او د هغې د غړو هېوادونو له خوا د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي خو د ملګرو ملتونو په منشور کې له راغلو مهمو ارزښتونو څخه سرغړونه کوي.»

نوموړې زياته کړه، دوی د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ته دا پيغام رسولی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدوديتونه دا ناشونې کوي چې یاد سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې د غړو له خوا په رسميت وپېژندل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره د نړۍ تعامل مهم دی، خو د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړۍ‌وال باید واقع‌بین واوسي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی؛ خو د نړۍ سفارشونه ورته د منلو نه دي او نه په کورنیو موضوعاتو کې مداخله زغمي.

د نړۍوالو نیوکې او د اسلامي امارت غبرګونونه

تېره اونۍ، د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې «سیګار» ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت د بېلابېلو ډلو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی؛ خو افغان چارواکي دغه څرګندونې پروپاګنډ بولي او وایي، افغانان په بشپړه ارامۍ کې ژوند کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

دغه‌راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل له میاشتې بیا د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې یې حکومتونو د وسله‌والو ډلو ننګه کړې، ماشومان یې جنګي لیکو ته جذب کړي او یا یې ترې ناسمه استفاده کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو پروپاګند بې‌ځایه دی.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳مې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په خپل راپور کې ويلي: «په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بېلګه په پرله‌پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی تګ راتګ، لباس، چلند، ازادي، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته د لاسرسي په ګډون د هغوی حقونه محدودوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو او ځینو نورو غربي بنسټونو او حکومتونو له ادرسه د اسلامي امارت پر ضد پروپاګنډ روان دی او د افغانستان وضعیت په اړه د ریچارډ بینټ راپور د همدغه پروپاګند برخه ده.

بشري مرستې

نیدرلنډ د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د افغانستان له بشري صندوق سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه او اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې له ټولو ډېر زیان‌منونکو سره د معیشتي او خوراکي توکو برخه کې د ملاتړ لپاره ۱۲ میلیون یورو مرسته کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.