ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د نوزاد خلک وايي، حکومت دې په دې ولسوالۍ کې د فرهاد اوبو بند جوړ کړي

د هلمند د نوزاد خلک وايي، حکومت دې په دې ولسوالۍ کې د فرهاد اوبو بند جوړ کړي

author avatar
29 Jun 2023 - 09:52
د هلمند د نوزاد خلک وايي، حکومت دې په دې ولسوالۍ کې د فرهاد اوبو بند جوړ کړي
author avatar
29 Jun 2023 - 09:52

لښکرګاه (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ خلک وايي، وروستیو وچکالیو سخت ځپلي او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ په فرهاد سیمه کې د اوبو بند ورته جوړ کړي.

د نوزاد ولسوالۍ د خاوي سيمې اوسېدونکي اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او په وینا يې چې هره ورځ له لرو سیمو د څارویو او یا د لاسي کراچۍ په وسیله اوبه راوړي.

هغه زیاته کړه چې کښتونه يې وچ شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو خلک به کډې کولو ته اړ شي.

هغه زیاته کړه: «د څښلو اوبو د لټون په موخه څو کیلومتره لرې پلی مزل کوو، د حیواناتو او یا هم د لاسي کراچۍ په وسیله د څښلو اوبه راوړو.»

د يادي ولسوالۍ د خاص نوزاد سیمې اوسېدونکي جمعه‌ګل وویل، د څښاک پاکې اوبه ورځ تر بلې کمېږي او په وینا يې، د دوی ولسوالۍ په فرهاد سیمه کې د اوبو لوی بند جوړېدای شي، حکومت دې د خلکو د ستونزو د حل په موخه دا کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د سیمې خلکو په تېرو شلو کلونو کې د فرهاد بند جوړولو لپاره هڅې وکړې خو چا يې غږ نه وا نه‌ورېد.

هغه وايي: «که چېرې زموږ په ولسوالۍ کي د فرهاد بند جوړ شي، نه یوازې موږ به د څښاک له اوبو څخه برخمن شو، بلکي دا بند به د شاړو ځمکو په خړوبولو کي هم مرسته وکړي.»

بلخوا، د دغه ولایت سیندیزې حوزې مسوولین وايي، یاده سیمه د اوبو بند جوړولو لپاره مناسبه ده خو زیاتوي چې د اوس لپاره ورته کافي بودجه نه لري.

د دغه ولایت سیندیزې حوزې ریاست د ساختماني خدماتو برخې امر انجنیر محمدفریدون وویل: «فرهاد بند د نوزاد په شمالي برخه ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د بند جوړېدو لپاره ډېره مناسبه سیمه ده.»

د هغه په خبره: «زموږ ټیم د وزارت مقام په لارښوونه فرهاد سیمې ته لاړ او هغوی ويلي چې دا سیمه د بند لپاره مناسبه ده او په جوړېدو سره به يې ان تر موسی‌کلا ولسوالۍ ټولې ځمکې خړوبې شي.»

خو هغه وویل چې د بند پروژه لویه ده او دوی اوس کافي بودجه نه لري.

هغه وايي، د دغه بند جوړېدو لپاره به د بودجې پيدا کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د اوبو سپما ته دې پاملرنه ډېره کړي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض هم د خلکو غوښتنې او شکایتونه پر ځای ګڼي خو وايي، باید د اوبو سپما په برخه کې دې هڅې وکړي.

هغه زیاته کړه: «جګړې او وچکالۍ لامل شوې چې د نوزاد زرګونه کورنۍ خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړي او نورو سیمو ته کډه شي.»

د یادونې ده، له تېرو نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د هېواد د مختلفو سیمو خلک له وچکالۍ شکایت کوي.

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.