ژبه

جوزجان کې د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر توکي وسوځول شول

رقیبه پویا عزیز

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۴

Views: ۴

جوزجان (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د جوزجان د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست وایي، د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او درمل، چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو، نن په شبرغان ښار کې وسوځول شول.

د دغه ریاست ویاند مولوي محب‌الله وایي چې یاد توکي د محتسبینو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو له لوري د شبرغان ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو.

د هغه په وینا، دغه توکي نن د شبرغان ښار په دښت‌لیلي سیمه کې د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، د چاپېریال ساتنې ادارې او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر د مسوولینو د استازو په حضور کې وسوځول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سوځول شوي توکيو کې شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي مواد وو چې مشروبات او بېلابېل درمل هم په کې شامل وو.