ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د قران‌کریم یوې نسخې سوځول وغندل

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د قران‌کریم یوې نسخې سوځول وغندل

author avatar
29 Jun 2023 - 12:02
بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د قران‌کریم یوې نسخې سوځول وغندل
author avatar
29 Jun 2023 - 12:02

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قران‌کریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.

د راپورونو له مخې،یوه سویډني تېره ورځ د دغه هېواد د پلازمینې ستاکهولم د جامع جومات مخې ته د قرآن کریم یوه نسخې ته اور ورته کړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په سویډن کي د یوه لیبرال افراطي له خوا د قران‌کریم د نسخې سوځول او د بیان د آزادۍ په پلمه د سویډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.»

بلخي لیکلي چې د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د يو مسجد د باندې د دا ډول کرغیړنو اعمالو اجازه ورکول د سویډني چارواکو له خوا دې سپیڅلي دین او د هغه نږدې دوه ملیارد پیروانو ته د اهانت کولو پرته بل هيڅ معنی نه لري.

بلخي له ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو، په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان څخه غوښتنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د د اډول ناوړه کړنو په ځواب کې ټول اړین ګامونه پورته کړي.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.