مزارشریف (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وایي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره لوډسپېکرونه لګول شوي چې ډېره غږيزه ککړتیا يې رامنځته کړې ده.
دوى له ځايي مسوولینو غواړي چې له لاسي پلورونکو دې لوډسپېکرونه ټول او د وسایطو د بېځایه هارنونو مخنیوی دې وکړي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی محمدشفیع وایي، ښار کې غږیزه ککړتیا ډېره شوې، لاسي پلورونکي له سهاره تر ماښامه پر خپلو کراچیو لوډسپېکرونه لګولي چې غږونو يې خلک ناارامه کړي دي.
هغه زیاتوي، پر دې سربېره یو شمېر موټر هم په سړکونو کې د کراچيو او نورې ګڼېګوڼې له امله هارنونه کوي چې خلک له مشکل سره مخ کوي.
هغه له ځایي مسوولینو وغوښتل، د غږیزې ککړتیا مخنیوي په موخه دې له لاسي پلورونکو لوډسپېکرونه ټول او بېځایه غږونه دې کنټرول کړي.
د مزارشریف ښار بل اوسېدونکی حشمتالله چې ښار کې هټۍ لري وایي، د لوډسپېکرونو، د موټرو او موټرسایکلونو غږونه دومره لوړ وي چې خلک يو د بل خبرې په اسانه نه اوري.
هغه زیاتوي چې غږیزې ککړتیا خلکو ته ډېرې رواني او نورې ستونزې پیدا کړې؛ مسوولين يې بايد مخه ونيسي.
نورالله د دغه ښار بل اوسېدونکی هم ورته خبره کوي او وایي، د غږیزې ککړتیا له امله خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.
هغه زیاتوي: «د لوډسپېکرونو او هارنونو غږونو خلکو ته بېخي عصبي مشکلات پيدا کړي، موږ يې د مخنيوي جدي غوښتنه کوو.»
په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران هم وایي، غږیزه ککړتیا د انسان پر ذهن منفي اغېز لري.
مزارشریف کې یو ډاکټر عبدالبصیر سیرت په دې اړه وایي: «غږیره ککړتیا د انسان فکر او عصاب ګډوډوي او بیا یې تمرکز له منځه وړي، که څوک پرله پسې له غږیزې ککړتیا سره مخ وي نو اعصاب او روان یې زیانمنېږي، نو ښه دا ده چې له غږیزې ککړتیا لرې و اوسي.»
د بلخ د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین هم د خلکو ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.
د چاپېریال ساتنې رییس محمد محمدي پژواک ته وويل چې رښتیا هم غږیزې ککړتیا خلکو ته ډېر رواني او عصبي ستونزې پیدا کړې دي.
محمدي زیاتوي، د بلخ ترافیکو له مدیریت او د مزارشریف له ښاروالۍ سره یې په دې اړه د همغږۍ ناستې کړې او هڅه کوي څو د غږيزي ککړتيا مخنيوی وکړي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایتونه کوي چې له دې مخکې د ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه کړي وو.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن