کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت مسوولین وایي، سبا د هېواد ختیځ زون څلورو ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین پیلېږي چې په ترڅ کې به یې نږدې ۱،۲ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پلان مطابق د هېواد په ختيځ زون (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) کې ترسره کېږي.
د هغه په خبره، دغه کمپاین به سبا (شنبه، د چنګاښ ۱۷مه) پیل شي او د څلورو ورځې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱،۲ میلیون ماشومان به واکسین شي.
هغه زیاته کړې، د پولیو د له منځه وړو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نېکولي شاه مؤمن له والدینو غوښتي چې خپل ماشومان، د نوو زېږېدلو، ويدو او مېلمه ماشومانو په ګډون ټول واکسین کړي، څو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.
login or register a new account.