منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سبا د هېواد په څلورو ختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت مسوولین وایي، سبا د هېواد ختیځ زون څلورو ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین پیلېږي چې په ترڅ کې به یې نږدې ۱،۲ میلیون ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پلان مطابق د هېواد په ختيځ زون (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) کې ترسره کېږي.

د هغه په خبره، دغه کمپاین به سبا (شنبه، د چنګاښ ۱۷مه) پیل شي او د څلورو ورځې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱،۲ میلیون ماشومان به واکسین شي.

هغه زیاته کړې، د پولیو د له منځه وړو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نېک‌‌ولي شاه مؤمن له والدینو غوښتي چې خپل ماشومان، د نوو زېږېدلو، ويدو او مېلمه ماشومانو په ګډون ټول واکسین کړي، څو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.

سرچینه لیکي، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه ختمه کړي.

د یادونې ده، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر دې دمه په ټول هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا