ګردېز (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا مسوولین وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه کورمه اجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د ډنډپټان ولسوالۍ د «خرلاڅي» لار تړل شوې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاضي ثواب جان اسلامیار پژواک خبري اژانس ته وویل، لار په رسمي ډول نه ده بنده شوې خو په وینا يې، خلکو د جګړې له وېرې تګ راتګ بند کړی دی.
هغه زیاته کړه: «له تېرې ورځې راهیسې د پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د مېشتو منګل او توري قومونو ترمنځ جګړې له امله خلکو د خرلاڅي پر لار تګ راتګ درولی دی.»
هغه وايي: «البته دغه لار په رسمي ډول د دولتونو له لوري نه ده بنده شوې خو خلک د جګړې له وېرې تګ راتګ نه کوي.»
نوموړي زیاته کړه، زیات شمېر ناروغان او سوداګر د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته د لارې خلاصېدو په تمه دي.
بلخوا، په ډنډپټیان ولسوالۍ کې یو شمېر مسافر چې غواړي د خرلاڅي دروازې له لارې خیبر پښتونخوا ته لاړ شي وايي، جګړه دې بنده او خلکو ته دې د تګ راتګ زمینه برابره شي.
د لوګر اوسېدونکی حکیمالله چې پاکستان ته د تلو په تمه دی وايي: «له ما سره یو ناروغ دی چې د زړه تکلیف لري او د درملنې لپاره يې پاکستان ته وړم، خو نه پوهېږم چې په کورمه کې پیل شوې جګړه به څه وخت پای ته رسېږي.»
هغه زیاته کړه، د بندر دواړو خواوو ته ډېر کسان د جګړې ختمېدو او لارې خلاصېدو انتظار کوي او هیله ده چې لار ژر خلاصه شي.
د یادونې ده، د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خرلاڅي دروازې له لارې هره ورځ سلګونه موټر خیبر پښتونخوا ته تګ راتګ کوي چې په ډېرو کې سوداګریز مالونه بار وي.
Views: 297
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن