Language

توماس ویسټ: افغان نجونې خپلو وړتیاوو ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسيدو لپاره یې زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د ملالې ورځ  کې‌ د زده‌کړو حقونو د دفاع یادونه کوو.»

ملګرو ملتونو د جولای ۱۲مه د ملالې په نوم نومولې ده.

هغه لیکلي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.

تېر کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ اسلامي امارت په هماغه ورځ د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو د درسونو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

دغه راز له یادې پرېکړې وروسته په لوړو تحصیلي برخو کې هم د نجونو زده‌کړې وځنډېدې.