ګردېز، اسعداباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا په پنځو او د کونړ په درېیو ولسوالیو کې د ۷۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت ګرځنده حیواني کلینیکونو فعالیت پیل کړ.
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعيد پژواک ته وويل، دغه ګرځنده حیواني کلینیکونه نن د هالنډ کمېټې په مالي او تخنیکي ملاتړ په احمدابا، څمکني، اریوب ځاځي، جانیخېل او زرمت ولسوالیو کې فعال شول.
هغه وايي، یادو کلینیکونو ته د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت وسایل ورکړل شوي دي.
نوموړى زیاتوي، پخوا په دغو ولسواليو کې حيواني کلینیکونه نه وو او له دې وروسته به په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.
login or register a new account.