منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا او کونړ په اتو ولسوالیو کې حیواني کلینیکونه فعال شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۰ کتنې

ګردېز، اسعداباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا په پنځو او د کونړ په درېیو ولسوالیو کې د ۷۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت ګرځنده حیواني کلینیکونو فعالیت پیل کړ.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعيد پژواک ته وويل، دغه ګرځنده حیواني کلینیکونه نن د هالنډ کمېټې په مالي او تخنیکي ملاتړ په احمدابا، څمکني، اریوب ځاځي، جانی‌خېل او زرمت ولسوالیو کې فعال شول.

هغه وايي، یادو کلینیکونو ته د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت وسایل ورکړل شوي دي.

نوموړى زیاتوي، پخوا په دغو ولسواليو کې حيواني کلینیکونه نه وو او له دې وروسته به په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.

د یو بل خبر له مخې، نن د کونړ په شیګل، شلتن، څوکۍ او چپې‌درې ولسوالیو کې هم د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور حیواني کلینیکونه فعال شول.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس پير حبیب‌الرحمن پژواک ته وویل چې دغه کلینیکونه د افغانستان لپاره د هالمنډ کمېټې په مالي لګښت جوړ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه