نیلي (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): په دایکنډي کې ځايي سرچینې وايي، تېره ورځ یوې ځوانې نجلۍ د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ په سنګان سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د دایکنډي د امنیې قوماندنۍ ویاند غلامعلي جاوېد یاده پېښه تاییدوي او وایي، د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پېښې ځای د پلټنې ټېم سیمې ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
په ورته مهال، د دغې نجلۍ یو له خپلوانو امان ووايي چې یاده نجلۍ ۱۷ کلنه وه او د کورني تاوتریخوالي له امله یې ځانوژنه کړې ده.
د یادونې ده چې ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر دې لویه ګناه لاس پورې نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP