کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، سوډان کې د يوې ملکي الوتکې لوېدو پېښه کې د څلورو پوځي کارکوونکو په ګډون نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رويټرز خبري اژانس د سوډان پوځ له خولې ليکلي چې دغې الوتکې تېره ورځ د تخنیکي ستونزې له امله د «پورت» هوايي ډګر کې له الوتنې وروسته سقوط کړی دی.
سرچينه زياتوي، په ياده پېښه کې د څلورو پوځي کارکوونکو په ګډون نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوه ماشومه ژوندۍ پاتې شوې ده.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن